1 John 5:20 — Compare Translations
3 translations compared side by side
Pashto 2019 (Pakistani Yousafzai Pashto)
او مونږ ته پته ده چې د خُدائ زوئ راغلے دے او مونږ ته يې دا پوهه راکړه چې مونږ هغه وپېژنو څوک چې رښتينے دے، او مونږ په هغۀ کښې يُو څوک چې رښتينے دے يعنې د هغۀ زوئ عيسىٰ مسيح. هغه رښتينے خُدائ پاک او د تل ژوندون دے.
Pashto 2023 (Afghan Pashto Bible)
مونږ پوهېږو چې د خدای زوی راغلی دی او مونږ ته یې پوهه راکړه چې رښتینی خدای وپېژنو. مونږ د رښتیني خدای او د هغه د زوی عیسی مسیح سره ملګرتیا لرو. هغه رښتینی خدای او تلپاتې ژوندون دی.
Pashto Bible 1996 (Nangahari) - (د پښتو مقدس کتاب)
مُونږ په دے خبر يُو چه دَ خُدائے زوئے راغلے دے اَؤ مُونږ ته ئے دا پوهه راکړے ده چه هغه وپيژنُو چه رښتنے دے. مُونږ بے شکه په هغۀ کښے يُو چه رښتينے دے ځکه چه مُونږ دَ هغۀ په زوى عيسىٰ مسيح کښے يُو. هغه رښتينے خُدائے اَؤ دَ تل ژوندُون دے.