1 John 5:6 — Compare Translations
3 translations compared side by side
Pashto 2019 (Pakistani Yousafzai Pashto)
عيسىٰ مسيح هغه څوک دے چې د اوبو د بپتسمې او د وينې توېدلو سره راغے، او عيسىٰ مسيح يواځې د اوبو سره نه، بلکې د اوبو او د وينې سره راغے. او روحُ القُدس د دې خبرې ګواهى کوى ځکه چې روحُ القُدس حقيقت دے.
Pashto 2023 (Afghan Pashto Bible)
عیسی مسیح هغه څوک دی چې د اوبو د تعمید او د خپلې وینې په تویولو سره راغی. هغه یوازې د اوبو سره نه بلکې د اوبو او وینو دواړو سره راغی. او روح القدس د دې شاهدي ورکوي، ځکه چې روح القدس حقیقت دی.
Pashto Bible 1996 (Nangahari) - (د پښتو مقدس کتاب)
عيسىٰ مسيح هغه دے چه دَ اوبو دَ بپتسمے اَؤ دَ وينے سره راغے، اَؤ هغه يواځے په اوبو سره نه، بلکه دَ اوبو اَؤ وينے سره راغے. اَؤ رُوحُ القُدس دَ دے ګواهى کوى ځکه چه رُوحُ القُدس حقيقت دے.