1 Peter 1:11 — Compare Translations

3 translations compared side by side

Pashto 2019 (Pakistani Yousafzai Pashto)
د مسيح روح په هغوئ کښې وو او دا ګواهى يې ورکوله چې مسيح به تکليفونه وزغمى او بيا به جلال ومومى، نو بيا نبيانو دا کوشش وکړو چې د روح دا اِشاره به په څۀ وخت او په کوم حالت کښې پوره کيږى.
Pashto 2023 (Afghan Pashto Bible)
د مسیح روح هغوی ته د مسیح د کړاوونو او جلال موندلو په هکله خبرې کولې. پیغمبرانو چې د مسیح د روح په وسیله چې په هغوی کې ؤ او پېشګویي یې کوله، هڅه کوله په دې پوه شي چې مسیح څوک دی او کله به راځي.
Pashto Bible 1996 (Nangahari) - (د پښتو مقدس کتاب)
دَ مسيح رُوح په هغوئ کښے وو اَؤ دا ګواهى ئے ورکوله چه مسيح به تکليفُونه وزغمى اَؤ بيا به جلال ومُومى، نو بيا نبيانو دَ دے معلُومولو کوشِش وکړو چه دَ رُوح دا اِشاره به په څۀ وخت اَؤ په کُومه زمانه کښے پُوره کيږى.