1 Peter 1:12 — Compare Translations
3 translations compared side by side
Pashto 2019 (Pakistani Yousafzai Pashto)
هغوئ ته وئيلے شوى وُو چې د هغوئ زيرے د هغوئ د خپل ځان دپاره نۀ وو بلکې ستاسو دپاره وو. نو اوس دا زيرے تاسو ته د هغه چا په وسيله چې د روحُ القُدس په طاقت سره چې د آسمان نه نازل شوے دے بيان شو. دا داسې عجيبه خبرې دى چې فرښتې هم په ليوالتيا سره د دې د کېدو خواهش کوى.
Pashto 2023 (Afghan Pashto Bible)
خدای دغو پیغمبرانو ته دا څرګنده کړې وه چې د هغوی خدمت د خپل ځان دپاره نه بلکې ستاسو دپاره ؤ. اوس دا زېری تاسو ته د هغو خلکو له خوا اورول شوی چې د اسمان څخه د نازل شوي روح القدس په قدرت یې وعظ وکړ. دا هغه شیان دي چې فرښتې هم په دې ارمان دي چې ویې ویني.
Pashto Bible 1996 (Nangahari) - (د پښتو مقدس کتاب)
هغوئ ته دا ښکاره کړے شوه چه دَ هغوئ دا خدمت دَ خپل ځان دَ پاره نۀ وو بلکه ستاسو دَ پاره وو. نبيانو دَ هغه خبرو بيان هم وکړو چه تاسو هم دَ پيغمبرانو په وسيله په زيرى کښے آؤريدلے دى، خُدائے دَ آسمان نه خپل رُوحُ القُدس رااستولو سره دا پيغام واؤرولو. دا داسے خبرے دى چه فرښتے هم پرے دَ ځان پوهيدلو خواهش مندے وے.