1 Peter 1:2 — Compare Translations
3 translations compared side by side
Pashto 2019 (Pakistani Yousafzai Pashto)
تاسو چې خُدائ پلار د ازل نه د خپل عِلم په مطابق د روحُ القُدس په وسيله مقدس کړئ او د عيسىٰ مسيح د وينى تويولو په وسيله يې تاسو د هغۀ تابعدار کړئ، په تاسو دې ډېر فضل او سلامتى وى.
Pashto 2023 (Afghan Pashto Bible)
پلار خدای تاسو د خپلې ارادې له مخې له ازله غوره کړي یئ او تاسو د روح القدس په وسیله پاک او سپېڅلي شوي یئ، ترڅو د عیسی مسیح اطاعت وکړئ. د هغه وینه ستاسو په خاطر توی شوه چې تاسو پاک شئ. ډېر زیات فضل او سلامتي دې وي په تاسو باندې.
Pashto Bible 1996 (Nangahari) - (د پښتو مقدس کتاب)
اَؤ دَ خُدائے پلار دَ ازلى اِرادے په مُطابق تاسو دَ رُوحُ القُدس په پاکولو سره دَ عيسىٰ مسيح فرمانبردار شوئ اَؤ دَ عيسىٰ مسيح وينه ستاسو دَ پاره تويه شوه چه تاسو پاک شئ. دَ فضل اَؤ دَ سلامتئ زياتوالے دِ تاسو سره وى.