1 Peter 1:3 — Compare Translations
3 translations compared side by side
Pashto 2019 (Pakistani Yousafzai Pashto)
زمونږ د مالِک عيسىٰ مسيح د خُدائ پاک او پلار دې ثنا وى، چې په خپل لوئ رحمت يې د عيسىٰ مسيح د مړو نه د بيا ژوندى کېدو په وسيله مونږ له د ژوندى اُميد دپاره نوے ژوند راکړو،
Pashto 2023 (Afghan Pashto Bible)
ثنا او صفت دې وي خدای ته، هغه خدای ته چې زمونږ د عیسی مسیح پلار دی. هغه په خپل لوی رحم سره د مړو څخه د عیسی مسیح د بېرته راژوندي کولو په وسیله مونږ ته نوی ژوند راکړ. دا مونږ ته ژوندۍ هیله راکوي، ترڅو هغه نه فناکېدونکی، نه خرابېدونکی او تلپاتې میراث تر لاسه کړو چې ستاسو دپاره په اسمان کې ساتل شوی دی.
Pashto Bible 1996 (Nangahari) - (د پښتو مقدس کتاب)
زمُونږ دَ مالِک عيسىٰ مسيح اَؤ دَ خُدائے پلار دِ ثنا وى، چه دَ عيسىٰ مسيح دَ مړو نه دَ بيا ژوندى کولو په سبب ئے په خپل لوئے رحمت سره مُونږ دَ ژوندى اُميد دَ پاره بيا پيدا کړُو،