1 Peter 1:7 — Compare Translations

3 translations compared side by side

Pashto 2019 (Pakistani Yousafzai Pashto)
او دا آزمېښتونه به دا خبره ثابته کړى چې ستاسو ايمان اصلى دے، او دا وآزمائيلے شو لکه څنګه چې سرۀ زر په اور آزمائيلے کيږى، خو ستاسو ايمان د فانى سرو زرو نه ډېر زيات قيمتى دے. نو ستاسو ايمان به د عيسىٰ مسيح د راښکاره کېدو په ورځ د جلال او احترام سبب شى.
Pashto 2023 (Afghan Pashto Bible)
د هغوی مقصد دا ؤ چې دا ثابته کړي چې ستاسو ایمان سوچه ایمان دی. لکه څنګه چې فاني سره زر په اور باندې ازمایل کیږي، نو همدارنګه ستاسو ایمان هم چې د سرو زرو څخه ډېر قیمتي دی، ازمایل کیږي. بیا به په هغه ورځ چې عیسی مسیح خپل ځان ښکاره کوي، ستاسو ایمان به ستاسو د ستاینې، لویۍ او عزت سبب وګرځي.
Pashto Bible 1996 (Nangahari) - (د پښتو مقدس کتاب)
اَؤ دا ځکه دے چه ستاسو آزمئيلے شوے ايمان خالص شى، کُوم ايمان چه په اور آزمئيلى شوؤ فانى سرو زرو نه هم ډير زيات قيمتى دے، اَؤ چه دَ عيسىٰ مسيح دَ ښکاره کيدو په وخت دَ ستائينے اَؤ جلال اَؤ دَ عزت سبب وګرزئ.