1 Peter 2:20 — Compare Translations

3 translations compared side by side

Pashto 2019 (Pakistani Yousafzai Pashto)
ځکه کۀ تاسو په ګناه کولو وهل وخوړل او صبر مو وکړو، نو بيا ستاسو اجر د څۀ خبرې؟ خو کۀ په نېکۍ کولو مصيبت وزغمئ نو دا ستاسو دپاره د خُدائ پاک فضل دے،
Pashto 2023 (Afghan Pashto Bible)
خو که چېرې تاسو کوم بد کار وکړئ او د هغې په خاطر وهل وخورئ او هغه وزغمئ، نو په دې کې به ستاسو دپاره څه اجر وي؟ خو بیا که چېرې تاسو ښه کارونه وکړئ او په بدل کې یې کړاو ووینئ او هغه وزغمئ، نو خدای به درته د هغې برکتونه درکړي.
Pashto Bible 1996 (Nangahari) - (د پښتو مقدس کتاب)
ځکه چه که تاسو په ګُناه کولو سُوکُونه وخوړل اَؤ صبر مو وکړو، نو فخر دَ څۀ خبرے؟ خو که په نيکئ کولو مُصيبت وزغمئ نو دَ خُدائے په نِزد دا غوره ده.