1 Peter 3:18 — Compare Translations
3 translations compared side by side
Pashto 2019 (Pakistani Yousafzai Pashto)
ځکه چې مسيح ستاسو د ګناهونو دپاره يو ځل د همېشه دپاره مړ شو، يعنې صادق د ګناهګارانو دپاره، د دې دپاره چې تاسو خُدائ پاک له راولى. هغه په جسمانى توګه مړ کړے شو خو په روحانى توګه ژوندے کړے شو.
Pashto 2023 (Afghan Pashto Bible)
ځکه چې مسیح یوځل او د تل دپاره زمونږ د ګناهونو په خاطر مړ شو، یعنې یو بې ګناه سړی د ګناهکارانو په خاطر، د دې دپاره چې مونږ خدای ته ورسوي. هغه په جسماني توګه مړ شو، خو په روحاني توګه ژوندی شو،
Pashto Bible 1996 (Nangahari) - (د پښتو مقدس کتاب)
مسيح ستاسو دَ ګُناهُونو دَ خاطره يو ځل هميشه دَ پاره مړ شو، يعنے صادِق دَ ګُناه ګارانو دَ پاره، دَ دے دَ پاره چه مُونږ خُدائے ته ورسوى. هغه په جسمانى طور مړ کړے شو خو په رُوحانى طور ژوندے کړے شو.