1 Peter 3:6 — Compare Translations

3 translations compared side by side

Pashto 2019 (Pakistani Yousafzai Pashto)
لکه څنګه چې ساره د اِبراهيم تابعداره وه او هغۀ ته يې خپل مالِک وئيل. نو تاسو به هم د هغې لوڼه يئ، خو کۀ چرې تاسو نېک کارونه کوئ او د يو څيز نه هم مۀ يرېږئ کوم چې خلق يروى.
Pashto 2023 (Afghan Pashto Bible)
د مثال په ډول ساره د ابراهیم اطاعت کاوه او هغه ته به یې بادار ویل. که تاسو هم ښه کارونه کوئ او د هر هغه شي څخه چې د وېرې سبب ګرځي ونه وېرېږئ، نو تاسو به د هغې لورګانې یئ.
Pashto Bible 1996 (Nangahari) - (د پښتو مقدس کتاب)
لکه چه ساره دَ اِبراهيم په حُکم کښے اوسيدله اَؤ هغۀ ته ئے مالِک وئيل. که تاسو هم چرے نيکى کوئ اَؤ دَ څۀ بلا نه نۀ ويريږئ نو دَ هغے لُوڼه شئ.