1 Peter 3:7 — Compare Translations
3 translations compared side by side
Pashto 2019 (Pakistani Yousafzai Pashto)
اے خاوندانو، هم دغه شان تاسو هم د خپلو ښځو سره په احترام سره ژوند کوئ او د ښځو لکه د نازکو لوښو په شان عزت کوئ ځکه چې هغوئ تاسو سره د ژوند په نعمت کښې وارثانې دى، نو هسې نه چې ستاسو دُعاګانې د قبلېدو نه ايسارې شى.
Pashto 2023 (Afghan Pashto Bible)
تاسو هم ای مېړونو! د خپلو ښځو سره په هوښیارۍ سره ګوزاره کوئ او که څه هم هغوی ستاسو څخه کمزورې دي، خو په درناوي ورسره چلند کوئ، ځکه چې هغوی درسره د تلپاتې ژوندون په نعمت کې شریکې دي. همداسې کوئ، ترڅو داسې نه شي چې ستاسو دعاګانې خدای قبولې نه کړي.
Pashto Bible 1996 (Nangahari) - (د پښتو مقدس کتاب)
اَئے خاوندانو! دغه شان تاسو هم دَ خپلو ښځو سره په عقلمندئ ګُزاره کوئ اَؤ ښځے نازک لوښى وګڼئ، عزت ئے کوئ اَؤ داسے ګڼئ چه مُونږ دواړه دَ ژوند دَ نعمت وارثان يُو، دَ پاره دَ دے چه ستاسو دُعاګانے ايسارے نۀ شى.