1 Peter 4:11 — Compare Translations
3 translations compared side by side
Pashto 2019 (Pakistani Yousafzai Pashto)
کۀ څوک څۀ پېغام ورکوى نو داسې وينا دې وکړى لکه څنګه چې د خُدائ پاک کلام دے، کۀ څوک خِدمت کوى نو د هغه طاقت په مطابق دې کوى کوم چې خُدائ پاک ورکړے وى، نو د دې دپاره چې په ټولو خبرو کښې د عيسىٰ مسيح په وسيله د خُدائ پاک جلال ظاهر شى. جلال او بادشاهى تل تر تله هم د هغۀ ده، آمين.
Pashto 2023 (Afghan Pashto Bible)
که څوک خبرې کوي، نو هغه دې داسې خبرې وکړي لکه څنګه چې د خدای کلام خبرې کوي. که څوک خدمت کوي، نو هغه دې په هغه قوت سره وکړي چې خدای ورته ورکړی دی، ترڅو په هرڅه کې خدای د عیسی مسیح په وسیله جلال ومومي. جلال او قدرت تل ترتله د هغه دی. امین!
Pashto Bible 1996 (Nangahari) - (د پښتو مقدس کتاب)
که څوک څۀ وائى نو داسے دِ وائى لکه چه دَ خُدائے کلام دے، که څوک خدمت کوى نو دَ هغه طاقت په مُطابق دِ ئے کوى کُوم چه خُدائے ورکړے وى، دَ پاره دَ دے چه په ټولو خبرو کښے دَ عيسىٰ مسيح په وسيله دَ خُدائے جلال ظاهروى. جلال اَؤ بادشاهى تل تر تله دَ هغۀ ده! آمين