1 Peter 4:3 — Compare Translations

3 translations compared side by side

Pashto 2019 (Pakistani Yousafzai Pashto)
ځکه چې تاسو خپل کافى ژوند پخوا په هغه څۀ کښې تېر کړے دے څۀ ته چې د بې‌دينه کار وئيلے وو يعنې په عياشۍ، شهوت پرستۍ، مستۍ، په نشه، په ګډا نچا او په ناروا بُت پرستۍ تېر کړو.
Pashto 2023 (Afghan Pashto Bible)
ځکه چې تاسو له مخکې نه خپل زیات وخت په هغو کارونو کې چې بې دینه خلک یې خوښوي، تېر کړ. ستاسو ژوند په بد اخلاقۍ، شهوت پرستۍ، مستۍ، عیاشۍ، د شرابو په نشو او د شرم نه ډکې بت پرستۍ کې تېر شو.
Pashto Bible 1996 (Nangahari) - (د پښتو مقدس کتاب)
ځکه چه دَ غيرو قومُونو دَ مرضئ په مُطابق په کار کولو اَؤ شهوت پرستئ، بدو خواهشُونو، شرابو، نڅا ګډا، نشه بازئ اَؤ بُت پرستئ کښے چه تاسو اول څومره وخت تير کړو، هغه کافى دے، چه دَ هغۀ ذکر کول هم دَ شرم خبره ده.