1 Peter 5:10 — Compare Translations
3 translations compared side by side
Pashto 2019 (Pakistani Yousafzai Pashto)
د لږ وخت د مصيبت زغملو نه وروستو به د هر قسمه فضل ورکوونکى خُدائ پاک چا چې تاسو په مسيح کښې د خپل جلال دپاره رابللى يئ، هغه به په خپله تاسو بحال کړى، مدد به مو وکړى، قوت به درکړى او مضبوط به مو کړى.
Pashto 2023 (Afghan Pashto Bible)
خو خدای چې د فضل او برکت نه ډک دی، مونږ یې د عیسی مسیح په نوم خپل تلپاتې جلال ته رابللي یو. کله چې تاسو د لږ وخت دپاره تکلیفونه ولیدل، نو هغه به تاسو بېرته جوړ، ټینګ او قوي کړي.
Pashto Bible 1996 (Nangahari) - (د پښتو مقدس کتاب)
اوس دَ هر قِسم فضل ورکوُونکے خُدائے چه تاسو دَ مسيح په يووالى کښے دَ خپل آبدى جلال دَ شامليدو دَ پاره راوبللئ چه تاسو به دَ لږ وخت دَ مُصيبت زغملو نه پس په خپله کاملان، قائم اَؤ مظبُوط کړى.