1 Peter 5:2 — Compare Translations

3 translations compared side by side

Pashto 2019 (Pakistani Yousafzai Pashto)
چې د خُدائ پاک د هغه رمې شپونتوب کوئ چې خُدائ تاسو له درکړې ده. دا خدمت د مجبورۍ د مخه مۀ کوئ بلکې د خُدائ پاک د مرضۍ په مطابق په خوشحالۍ سره يې کوئ، او د ناجائزې ګټې دپاره نه، بلکې د زړۀ په شوق سره يې کوئ.
Pashto 2023 (Afghan Pashto Bible)
چې د خدای د هغې رمې شپانه اوسئ چې تاسو ته یې درسپارلې ده. په هغې باندې په جبر سره نه بلکې په خپله خوښه پام کوئ لکه څنګه چې خدای یې درڅخه غواړي. خپل کار وکړئ، یوازې د پیسو په خاطر نه، بلکې په شوق سره.
Pashto Bible 1996 (Nangahari) - (د پښتو مقدس کتاب)
چه دَ خُدائے دَ هغه رمے شپُونتوب کوئ چه خُدائے تاسو ته درکړے ده. په زور سره ئے مه څرَوئ بلکه دَ خُدائے دَ مرضئ په مُطابق په خوشحالئ سره، اَؤ دَ ناجائزے ګټے دَ پاره نه، بلکه دَ زړۀ په شوق.