1 Samuel 6:14 — Compare Translations

1 translations compared side by side

Pashto 2019 (Pakistani Yousafzai Pashto)
ګاډۍ د يو سړى پټى ته راغله چې نوم يې يشوَع وو، هغه په بيت‌شمس کښې اوسېدو او ګاډۍ د يو غټ ګټ سره نزدې ودرېده. ليويانو د مالِک خُدائ د لوظ صندوق او هغه صندوق راکوز کړو چې د سرو زرو نمونې په کښې وې او په هغه غټ ګټ باندې يې کېښودل. خلقو د لرګى ګاډۍ ټوټې ټوټې کړه او غواګانې يې حلالې کړې او د سوزېدونکې نذرانې په توګه يې مالِک خُدائ ته پېش کړې. بيا د بيت‌شمس خلقو نورې نذرانې مالِک خُدائ ته پېش کړې.