1 Thessalonians 1:3 — Compare Translations
3 translations compared side by side
Pashto 2019 (Pakistani Yousafzai Pashto)
مونږ هر وخت د خپل خُدائ پاک او پلار په حضور کښې ستاسو د ايمان کار او ستاسو مينه ناک خِدمت او ستاسو کلک اُميد چې په مالِک عيسىٰ مسيح دے هغه يادوو.
Pashto 2023 (Afghan Pashto Bible)
کله چې مونږ ستاسو دپاره خپل خدای ته چې زمونږ اسماني پلار دی دعا کوو، نو ستاسو عمل چې د ایمان څخه پیدا کیږي، لکه څنګه چې تاسو په مینه زیار وباسئ او ستاسو د صبر او زغم هیله چې زمونږ په څښتن عیسی مسیح کې پیدا کیږي، یادوو.
Pashto Bible 1996 (Nangahari) - (د پښتو مقدس کتاب)
اَؤ دَ خپل خُدائے پلار په حضُور کښے هر وخت ياد ګيرنه کوُو چه څنګه ستاسو دَ ايمان دَ کار، دَ مينے دَ خوارئ، اَؤ دَ اُميد په صبر کښے زمُونږ په مالِک عيسىٰ مسيح کښے مظبُوطيږئ.