1 Thessalonians 1:5 — Compare Translations

3 translations compared side by side

Pashto 2019 (Pakistani Yousafzai Pashto)
ځکه چې زمونږ زيرے تاسو ته صرف په خبرو نۀ دے راغلے بلکې په قدرت سره، په روحُ القُدس سره او په پوره اعتماد راغلے دے. تاسو ته پته ده چې مونږ ستاسو په مينځ کښې ستاسو دپاره څنګه ژوند تېر کړو.
Pashto 2023 (Afghan Pashto Bible)
ځکه هغه زېری چې مونږ تاسو ته درورساوه، هغه یوازې په خبرو کې نه بلکې د روح القدس د قدرت او د هغه په رښتینولۍ باندې په پوره باور لرلو سره ؤ. تاسو پوهېږئ کله چې مونږ ستاسو سره وو او هر کار چې مونږ وکړ، هغه ستاسو په خیر ؤ.
Pashto Bible 1996 (Nangahari) - (د پښتو مقدس کتاب)
ځکه چه زمُونږ زيرے نۀ يواځے تاسو ته په لفظى طور در رسيدلے دے بلکه دَ قُدرت اَؤ رُوحُ القُدس اَؤ په پُوره يقين سره. نو تاسو ته معلُومه ده چه هر کله چه مُونږ تاسو سره وُو نو مُونږ ستاسو دَ خاطره څنګه ژوندُون تير کړے وو.