1 Thessalonians 1:6 — Compare Translations

3 translations compared side by side

Pashto 2019 (Pakistani Yousafzai Pashto)
او تاسو زمونږ او د مالِک په نقش قدم ژوند اختيار کړو او د سختو تکليفونو باوجود بيا هم تاسو کلام په خوشحالۍ سره د روحُ القُدس په وسيله قبول کړو،
Pashto 2023 (Afghan Pashto Bible)
تاسو زمونږ او زمونږ د څښتن عیسی د مثال څخه پیروي وکړه او سره له دې چې د هغه د پیغام په خاطر مو ډېر تکلیفونه ولیدل، خو هغه مو په هغې خوشحالۍ سره چې د روح القدس له خوا ورکول کیږي، قبول کړ.
Pashto Bible 1996 (Nangahari) - (د پښتو مقدس کتاب)
اَؤ تاسو په ډير تکليف دَ رُوحُ القُدس په خوشحالئ کښے کلام قبُول کړو اَؤ زمُونږ اَؤ دَ مالِک پيروى مو وکړله،