1 Thessalonians 2:13 — Compare Translations
3 translations compared side by side
Pashto 2019 (Pakistani Yousafzai Pashto)
او د دې دپاره مونږ هم هر وخت د خُدائ پاک شُکر کوُو چې کله تاسو ته د خُدائ پاک کلام درورسېدو کوم چې تاسو زمونږ نه اورېدلے دے، نو تاسو دا قبول کړو د بنى آدم د کلام په طور نه بلکې د حقيقت په طور مو قبول کړو چې دا د خُدائ پاک کلام دے، او چې دا تاسو ايماندارانو کښې کار هم کوى.
Pashto 2023 (Afghan Pashto Bible)
نو مونږ د دې دپاره هم تل د خدای شکر کوو چې کله تاسو د خدای کلام زمونږ د خولې څخه واورېد، نو هغه مو د انسان د کلام په توګه نه بلکې د خدای د کلام په توګه قبول کړ، چې په رښتیا هم همداسې ده، او دا کلام اوس په تاسو ایماندارانو کې کار کوي.
Pashto Bible 1996 (Nangahari) - (د پښتو مقدس کتاب)
دَ دے دَ پاره مُونږ هم هر وخت دَ خُدائے شکر کوُو چه هر کله دَ خُدائے پيغام زمُونږ په معرفت تاسو ته درورسيدو نو تاسو هغه دَ بنى آدمو دَ کلام په شان نه، بلکه څنګه چه په حقيقت کښے دے، دَ خُدائے کلام مو وګڼلو اَؤ قبُول مو کړو، اَؤ په تاسو کښے چا چه ايمان راؤړو، په هغوئ کښے ئے تاثير هم وکړلو.