1 Thessalonians 2:16 — Compare Translations
3 translations compared side by side
Pashto 2019 (Pakistani Yousafzai Pashto)
ځکه چې هغوئ مونږ غېريهوديانو ته د خلاصون د پېغام ورکولو نه منع کوى. په دې طريقه هغوئ مسلسل د خپلو ګناهونو پيالۍ تر مورګو ډکوى، او آخر پرې د خُدائ پاک غضب نازل شى.
Pashto 2023 (Afghan Pashto Bible)
هغوی کوښښ وکړ چې مونږ پرېنږدي چې غیریهودیانو ته هغه پیغام ورسوو چې د هغوی د خلاصون سبب کیږي. هغوی په دې کار خپل ګناهونه وروستني حد ته رسوي. خو په پای کې به هغوی د خدای په غضب اخته شي.
Pashto Bible 1996 (Nangahari) - (د پښتو مقدس کتاب)
ځکه چه هغوئ مُونږ غير يهُوديانو ته دَ خلاصُون پيغام دَ آؤرولو نه منع کوى دَ دے دَ پاره چه دَ هغوئ دَ ګُناهُونو اوږے هميشه ډک وى، لا دا چه آخر غضب پرے نازل شو.