1 Thessalonians 3:13 — Compare Translations
3 translations compared side by side
Pashto 2019 (Pakistani Yousafzai Pashto)
نو هغه دې ستاسو زړونه مضبوط، بېعېبه او مقدس کړى، کله چې تاسو زمونږ د خُدائ پاک او پلار په وړاندې ودرېږئ، کله چې مالِک عيسىٰ د خپلو مقدسينو سره دوباره واپس راشى.
Pashto 2023 (Afghan Pashto Bible)
کله چې زمونږ څښتن عیسی د خپلو ټولو سپېڅلو خلکو سره راځي او تاسو د خدای یعنې زمونږ اسماني پلار په حضور کې ودرېږئ، نو هغه دې ستاسو زړونه قوي، پاک او بې عیبه کړي.
Pashto Bible 1996 (Nangahari) - (د پښتو مقدس کتاب)
دَ دے دَ پاره چه ستاسو زړُونه دِ داسے مظبُوط کړى چه کله چه زمُونږ مالِک عيسىٰ دَ خپلو پاکانو سره راشى نو هغه زمُونږ دَ خُدائے اَؤ پلار په وړاندے په پاکوالى کښے بے عيبه وګرزى.