1 Thessalonians 3:5 — Compare Translations

3 translations compared side by side

Pashto 2019 (Pakistani Yousafzai Pashto)
په دې وجه کله چې ما دا نور زيات برداشت نۀ کړو نو ستاسو د ايمان د حال معلومولو دپاره مې تيموتيوس درولېږلو ځکه چې زۀ يرېدلم چې هسې نه چې شېطان تاسو آزمائيلى يئ او زمونږ محنت بې‌فائدې شوے وى.
Pashto 2023 (Afghan Pashto Bible)
نو له دې امله چې دا مې نور نه شو زغملی نو تیموتاوس مې درولېږه، ترڅو دا معلومه کړي چې تاسو په ایمان کې ټینګ پاتې یئ که نه. ځکه زه وېرېدم هسې نه چې شیطان تاسو وسوسه کړي اوسئ او زمونږ خواري بېځایه تللي وي.
Pashto Bible 1996 (Nangahari) - (د پښتو مقدس کتاب)
دَ دے دَ پاره هر کله چه ما نور زيات برداشت ونۀ کړے شو نو ستاسو دَ ايمان دَ حال معلُومولو دَ پاره مے تيموتيوس درواستوو چه هسے نه چه شيطان تاسو آزمائيلے يئ اَؤ زمُونږ محنت بے فائدے شى.