1 Thessalonians 4:1 — Compare Translations

3 translations compared side by side

Pashto 2019 (Pakistani Yousafzai Pashto)
لنډه دا چې اے وروڼو او خوېندو، مونږ تاسو ته د مالِک عيسىٰ په نوم مِنت کوُو چې تاسو داسې چال چلن کوئ په کوم چې خُدائ پاک خوشحاليږى، لکه څنګه چې مونږ تاسو له تعليم درکړے دے. تاسو دغه شان کوئ، خو مونږ دا ستاسو د ترقۍ دپاره وايو چې نور هم دغه شان کوئ.
Pashto 2023 (Afghan Pashto Bible)
اخر دا چې ای خویندو او ورونو! مونږ تاسو ته زده کړل چې څنګه ژوند باید وکړئ ترڅو خدای خوشحاله کړئ، لکه څنګه چې اوس یې کوئ. مونږ د څښتن عیسی په نوم تاسو ته سوال کوو او په کلکه درڅخه غواړو چې نور هم همداسې کوئ.
Pashto Bible 1996 (Nangahari) - (د پښتو مقدس کتاب)
لنډه دا چه اَئے وروُڼو! مُونږ تاسو ته دا خواست کوُو اَؤ دَ مالِک عيسىٰ په نُوم تاسو ته نصيحت کوُو چه څۀ رنګ چه تاسو زمونږ نه دَ مُناسب چال چلن اَؤ دَ خُدائے دَ خوشحالولو تعليم مُوندلے وو اَؤ څنګه چه تاسو چلن کوئ هم هغسے دِ ترقى ومُومئ.