1 Thessalonians 4:15 — Compare Translations
3 translations compared side by side
Pashto 2019 (Pakistani Yousafzai Pashto)
نو په دې وجه مونږ تاسو ته د مالِک د کلام په مطابق وايو مونږ څوک چې ژوندى يُو، او د مالِک تر راتلو پورې پاتې يُو، مونږ به د هغه چا نه وړاندې د مالِک سره مِلاو نۀ شُو هغه څوک چې مخکښې مړۀ شوى دى.
Pashto 2023 (Afghan Pashto Bible)
مونږ دا خبره د څښتن عیسی مسیح له خوا تاسو ته کوو: مونږ چې د هغه د راتګ پورې ژوندي پاتې کېږو، نو کوم کسان چې مړه شوي دي، د هغوی څخه مخکې به د څښتن عیسی سره ونه ګورو.
Pashto Bible 1996 (Nangahari) - (د پښتو مقدس کتاب)
ځکه مُونږ تاسو ته دَ مالِک دَ کلام په مُطابق وايُو چه مُونږ څوک چه ژوندى يُو اَؤ دَ مالِک تر راتلو پورے به پاتے شُو خو دَ مړ شوو نه به هيڅ کله هم وړاندے کيږو نه.