1 Thessalonians 4:6 — Compare Translations

3 translations compared side by side

Pashto 2019 (Pakistani Yousafzai Pashto)
او په دې معامله کښې دې څوک د خپل ورور په حق تجاوز نۀ کوى او نۀ دې د هغۀ سره دوکه کوى. ځکه چې مالِک به هغه ټولو خلقو له سزا ورکړى څوک چې داسې کارونه کوى، لکه څنګه چې مونږ تاسو ته د شروع نه وئيلى وُو او خبردارے مو درکړے وو.
Pashto 2023 (Afghan Pashto Bible)
هېڅوک دې په دې موضوع کې د خپلو مسیحي ورونو عزت ته په بده سترګه نه ګوري او د هغوی څخه دې غلطه ګټه نه اخلي. لکه څنګه چې مونږ مخکې تاسو ته وویل او خبرداری مو درکړ چې څښتن به هغو ټولو کسانو ته چې داسې کارونه کوي، سزا ورکړي.
Pashto Bible 1996 (Nangahari) - (د پښتو مقدس کتاب)
ځکه دَ ښځے اَؤ سړى په معامله کښے يو سړے دِ هم خپل ورور سره په دے اَمر کښے زياتے اَؤ ټګى ونۀ کړى، ځکه چه مالِک دَ دے ټولو کارُونو بدله آخستُونکے دے، ځکه خو مُونږ تاسو ته اول هم خبردارے درکړے وو.