1 Thessalonians 5:8 — Compare Translations

3 translations compared side by side

Pashto 2019 (Pakistani Yousafzai Pashto)
خو مونږ چې د ورځې سره تعلق ساتو نو په کار دى چې مونږ په هوش کښې اوسو، او د ايمان او د مينې زغره واغوندو او د خلاصون د اُميد ټوپۍ په سر کړُو.
Pashto 2023 (Afghan Pashto Bible)
خو څرنګه چې مونږ په رڼا کې ژوند کوو، نو راځئ چې هوښیار اوسو. مونږ باید ایمان او مینه لکه د زغرو د کالیو په شان واغوندو. زمونږ د خلاصون هیله دې د زغرو د خولۍ په شان وي.
Pashto Bible 1996 (Nangahari) - (د پښتو مقدس کتاب)
خو مُونږ چه دَ ورځے يُو مُونږ بايد بيدار اوسُو، اَؤ دَ ايمان اَؤ دَ مينے زغره آغوستے اَؤ دَ خلاصون دَ اُميد ټوپئ په سر کړُو.