1 Timothy 1:12 — Compare Translations

3 translations compared side by side

Pashto 2019 (Pakistani Yousafzai Pashto)
زۀ د خپل مالِک عيسىٰ مسيح شُکر کوم چا چې ما له طاقت راکړو او زۀ يې وفاداره وګڼلم او د خپل خِدمت دپاره يې مقرر کړم.
Pashto 2023 (Afghan Pashto Bible)
زه د خپل څښتن عیسی مسیح شکر کوم چې ماته یې قوت راکړی دی چې د هغه کار سرته ورسوم، که څه هم مخکې به ما کفر ویلو او ځوروونکی او ظالم سړی وم، ما باندې یې باور وکړ او د خپل خدمت دپاره یې غوره کړم. خو په ما باندې رحم وشو، ځکه چې ما په بې ایمانۍ او ناپوهۍ کې دا کارونه کړي وو.
Pashto Bible 1996 (Nangahari) - (د پښتو مقدس کتاب)
زَۀ دَ مالِک عيسىٰ مسيح شکر کوم چه ما له ئے طاقت راکړو چه زَۀ ئے ديانتدار وګڼلم اَؤ دَ خپل خدمت دَ پاره ئے وټاکلم.

Recommended Reading