1 Timothy 3:15 — Compare Translations
3 translations compared side by side
Pashto 2019 (Pakistani Yousafzai Pashto)
کۀ زما په درتلو کښې ډيل وشى نو چې تاسو خبر يئ چې د خُدائ پاک په کور کښې مونږ له څنګه سلوک په کار دے، يعنې د ژوندى خُدائ پاک په جماعت کښې کوم چې د حق ستن او بنياد دے.
Pashto 2023 (Afghan Pashto Bible)
که چېرې زما په راتګ کې ځنډ رامنځته شي، نو ته به په دې لیک سره پوه شئ چې خلک د خدای په کورنۍ کې چې د ژوندي خدای کلیسا او د رښتینولۍ پایه او بنیاد دی، څنګه چلند وکړي.
Pashto Bible 1996 (Nangahari) - (د پښتو مقدس کتاب)
چه که زما په درتلو کښے ډيل وشى نو چه تا ته معلُومه شى چه دَ خُدائے په کور کښے، يعنے دَ ژوندى خُدائے په جماعت کښے کُوم چه دَ حق ستن اَؤ بنياد دے، څنګه سلُوک کول په کار دى.