1 Timothy 4:3 — Compare Translations

3 translations compared side by side

Pashto 2019 (Pakistani Yousafzai Pashto)
هغوئ به خلق د وادۀ کولو نه منع کوى، او هغوئ به خلق د ځينې هغه خوراکونو نه منع کوى چې خُدائ پاک د دې دپاره پېدا کړى دى چې ايمان راوړونکى او حق پېژندونکى دې په شُکر ګزارۍ سره خورى.
Pashto 2023 (Afghan Pashto Bible)
هغوی به خلک د واده څخه منع کوي او هم به یې د هغو خوړو څخه منع کوي چې خدای پیدا کړي دي، ترڅو هغه ایمانداران چې په حقیقت باندې پوهیږي، په شکرګزارۍ سره یې وخوري.
Pashto Bible 1996 (Nangahari) - (د پښتو مقدس کتاب)
هغوئ به خلق دَ وادۀ کولو نه منع کوى، اَؤ هغوئ ته به دَ خاصو خوراکُونو نه دَ پرهيز کولو حُکم ورکوى چه خُدائے دَ دے دَ پاره پيدا کړى دى چه ايمان راوړوُنکى اَؤ حق پيژندُونکى دِ په شکر ګذارئ سره وخورى.