1 Timothy 4:8 — Compare Translations

3 translations compared side by side

Pashto 2019 (Pakistani Yousafzai Pashto)
ځکه چې د جسمانى تربيت فائده شته خو د ديندارۍ تربيت حاصلول د دې نه ښۀ دى ځکه چې په اوسنى او راتلونکى ژوندون کښې به د دې دواړو فائده وى.
Pashto 2023 (Afghan Pashto Bible)
ځکه جسماني تمرین او روزنه یو څه ګټه لري، خو د دیندارۍ تمرین او روزنه په هر لحاظ ګټه لري، ځکه چې هغه هم د دې ژوند او هم د راتلونکي ژوند دپاره یوه وعده ده.
Pashto Bible 1996 (Nangahari) - (د پښتو مقدس کتاب)
ځکه چه دَ جسمانى تربيت فائده کمه ده خو ديندارى دَ ټولو خبرو دَ پاره فائده منه ده، ځکه چه په دے کښے دَ اوسنى اَؤ دَ راتلُونکى ژوندُون وعده شته.