1 Timothy 5:10 — Compare Translations
3 translations compared side by side
Pashto 2019 (Pakistani Yousafzai Pashto)
په کار ده چې هغه په خپلو نېکو کارونو کښې مشهوره وى، خپل بچى يې رالوئ کړى وى، د مسافرو مېلمستيا يې کړې وى، د مقدسينو پښې يې وينځلې وى، د مصيبت ځپلو مدد يې کړے وى او چې خپل ځان يې د هر ښۀ کار کولو دپاره وقف کړے وى.
Pashto 2023 (Afghan Pashto Bible)
هغه باید د خپلو ښو کارونو له امله مشهوره وي: هغې خپل اولادونه روزلي وي، مېلمه پالنه یې کړې وي، په عاجزۍ سره د خدای د خلکو خدمت کړی وي، د دردمندو خلکو سره یې مرسته کړې وي او خپل ځان یې د هر ډول ښه کار دپاره وقف کړی وي.
Pashto Bible 1996 (Nangahari) - (د پښتو مقدس کتاب)
اَؤ په نيکو کارُونو کښے مشهُوره وى، دَ بچو تربيت ئے کړے وى، دَ مُسافرو ميلمستيا ئے کړے وى، دَ پاکانو پښے ئے وينځلے وى، دَ مُصيبت زپلو مدد ئے کړے وى اَؤ دَ هر ښۀ کار کولو ليواله وى.