1 Timothy 5:18 — Compare Translations

3 translations compared side by side

Pashto 2019 (Pakistani Yousafzai Pashto)
ځکه چې د خُدائ پاک کلام فرمائى چې، ”تاسو د غوبل په وخت کښې د غوَيى خولې ته کوَرے مۀ اچوئ،“ او بل ځائ فرمائى، ”مزدور د خپلې مزدورۍ حقدار دے.“
Pashto 2023 (Afghan Pashto Bible)
ځکه چې د خدای کلام وایي: «تاسو د غوبل کولو په وخت کې د غویي خوله مه تړئ.» او په بل ځای کې وایي: «مزدور د خپلې مزدورۍ حقدار دی.»
Pashto Bible 1996 (Nangahari) - (د پښتو مقدس کتاب)
ځکه چه دَ خُدائے کلام وائى چه ”تاسو دَ غوبل دَ غوائى خُلے ته کورے مه اچوئ“ اَؤ ”مزدور دَ خپلے مزدُورئ حقدار دے.“