1 Timothy 6:10 — Compare Translations
3 translations compared side by side
Pashto 2019 (Pakistani Yousafzai Pashto)
ځکه چې د پېسو مينه د هر قِسم بدۍ بېخ دے، او د مالداره کېدو په لالچ کښې څۀ خلق د ايمان نه ګمراه شول او خپل ځانونه يې په قِسما قِسم غمونو غلبيل کړل.
Pashto 2023 (Afghan Pashto Bible)
ځکه چې د پیسو سره مینه کول د ډېرو بدیو بنیاد او سرچینه ده. ځینو خلکو چې د پیسو سره ډېر شوق پیدا کړی دی، نو خپل ایمان یې له لاسه ورکړی دی او په ډېرو غمونو یې خپل زړونه سوري سوري کړي دي.
Pashto Bible 1996 (Nangahari) - (د پښتو مقدس کتاب)
ځکه چه دَ زرو دوستى دَ هر قِسم بدئ يو بيخ دے، چه دَ هغے په خواهش ځنى دَ ايمان نه ګُمراه شول اَؤ خپل زړُونه ئے په قِسم قِسم غمُونو غلبيل کړل.