1 Timothy 6:16 — Compare Translations

3 translations compared side by side

Pashto 2019 (Pakistani Yousafzai Pashto)
دا واحد هغه دے چې څوک غېر فانى دے او هغه په هغه بې‌مثاله نُور کښې اوسيږى چې نۀ چا ليدلے او نۀ به يې ووينى. د هغۀ عزت او بادشاهى دې تل تر تله وى، آمين.
Pashto 2023 (Afghan Pashto Bible)
خدای چې یوازې غیر فاني دی او په هغه نور کې اوسیږي چې هېڅوک نه شي کولای هغه ته ورنژدې شي او هېچا هېڅکله هغه نه دی لیدلی او نه یې لیدلی شي، عزت او قدرت دې ترتله د هغه وي! امین.
Pashto Bible 1996 (Nangahari) - (د پښتو مقدس کتاب)
هغه يواځے هغه دے چه هيڅ کله نۀ مرى اَؤ هغه په هغه نُور کښے اوسيږى چه څوک ورته رسيدلے نۀ شى، نۀ هغه هيچا اِنسان ليدلے دے اَؤ نۀ ئے ليدلے شى. دَ هغۀ عزت اَؤ بادشاهى دِ تل تر تله وى، آمين.