1 Timothy 6:2 — Compare Translations
3 translations compared side by side
Pashto 2019 (Pakistani Yousafzai Pashto)
خو هغه غلامان چې مالِکان يې ايمانداران وى، هغوئ دې خپل مالِکان د ورورولۍ په سبب سپک نۀ ګڼى، بلکې نور زيات خِدمت دې هم کوى، ځکه څوک چې د دوئ د ښۀ خدمت نه فائده اخلى هغه ايمانداران او د مينې قابل دى. بيا تۀ د دې خبرو تعليم او ډاډ ورکوه چې د هغوئ ښۀ تابعدارى کوى.
Pashto 2023 (Afghan Pashto Bible)
هغه غلامان چې باداران یې ایمانداران دي، هغوی دې په دې خاطر د هغوی بې احترامي نه کوي چې هغوی ایمانداران ورونه دي، بلکې باید د هغوی ښه خدمت وکړي، ځکه کوم خلک چې د هغوی د خدمت نه ګټه اخلي، هغوی ایمانداران او زړه ته نژدې خلک دي. نو باید دا تعلیم خلکو ته ورکړل شي او هغوی وهڅول شي، ترڅو په دې باندې عمل وکړي.
Pashto Bible 1996 (Nangahari) - (د پښتو مقدس کتاب)
اَؤ چه دَ چا مالِکان ايمان راؤړُونکى دى، هغه دِ هغوئ دَ ورورولئ په سبب سپک ونۀ ګڼى بلکه دَ دے دَ پاره ئے زيات خدمت وکړئ چه فائده آخستُونکى، ايمان راوړُونکى اَؤ ګران دى. تۀ دَ دے خبرو تعليم ورکوه اَؤ نصيحت کوه.