2 Corinthians 1:13 — Compare Translations

3 translations compared side by side

Pashto 2019 (Pakistani Yousafzai Pashto)
مونږ تاسو ته صفا خبره ليکُو په هغې کښې څۀ داسې ليکل نشته چې تاسو يې لوستلے نۀ شئ او يا پرې نۀ پوهېږئ، او زما اُميد دے چې يوه ورځ به تاسو پرې پوره پوهه شئ.
Pashto 2023 (Afghan Pashto Bible)
ځکه هغه څه چې تاسو ته یې لیکو، په هغه کې داسې څه نشته چې تاسو یې لوستلی نه شئ او یا پرې نه پوهېږئ، بلکې یوازې هغه څه دي چې تاسو یې لولئ او ورباندې پوهېږئ. مونږ په دې هیله یو لکه څنګه چې مونږ تر یو حده پېژنئ، په دې شیانو باندې به په پوره توګه پوه شئ. نو کله چې زمونږ څښتن عیسی بېرته راشي، لکه څنګه چې مونږ په تاسو باندې ویاړ کوو، تاسو به هم په مونږ باندې ویاړ کوئ.
Pashto Bible 1996 (Nangahari) - (د پښتو مقدس کتاب)
مُونږ تاسو ته نورے خبرے نۀ ليکُو بغير دَ هغو نه کومے چه تاسو لولئ يا ئے منئ، اَؤ زما اُميد دے چه تر آخره پورے به پرے پوهيږئ.