2 Corinthians 1:8 — Compare Translations
3 translations compared side by side
Pashto 2019 (Pakistani Yousafzai Pashto)
اے وروڼو او خوېندو، مونږ دا نۀ غواړو چې تاسو دې د هغه مصيبت نه ناخبره پاتې شئ کوم چې د آسيه په صوبه کښې په مونږ راغلو، ځکه چې په مونږ دومره سخت دباؤ وو چې د برداشت نه بهر وو او مونږ د ژوند نه نا اُميده شوى وُو.
Pashto 2023 (Afghan Pashto Bible)
ای خویندو او ورونو! مونږ نه غواړو چې تاسو د هغو ستونزو څخه چې مونږ ورسره د اسیا په ولایت کې مخامخ شولو، بې خبره پاتې شئ. کوم بار چې زمونږ په اوږو باندې کېښودل شو، هغه دومره دروند ؤ چې زمونږ د توان نه پورته ؤ او حتی مونږ د خپل ژوند څخه نا امیده شوي وو.
Pashto Bible 1996 (Nangahari) - (د پښتو مقدس کتاب)
اَئے ورُوڼو! مُونږ دا نۀ غواړُو چه تاسو دِ دَ هغه مُصيبت نه ناخبره پاتے شئ کُوم چه دَ ايشيا په صُوبه کښے په مُونږ راغلو اَؤ زمُونږ دَ حد نه بهر اَؤ دَ طاقت نه زيات وو اَؤ تر دے چه مُونږ دَ ژوندانۀ نه هم لاس ووينځو.