2 Corinthians 10:12 — Compare Translations
3 translations compared side by side
Pashto 2019 (Pakistani Yousafzai Pashto)
ځکه چې مونږ دا جرأت نۀ شُو کولے چې خپل ځانونه په هغه څو کسانو کښې شمېر کړُو يا د هغوئ سره برابر کړُو څوک چې خپله نېک نامى زياتوى، خو کله چې هغوئ په خپله په خپلو کښې د ځانونو اندازه ولګوى او په خپله په خپلو کښې مقابله وکړى نو په هيڅ نۀ پوهيږى.
Pashto 2023 (Afghan Pashto Bible)
مونږ خپل ځانونه د هغو خلکو سره نه برابروو او نه پرتله کوو چې د خپلو ځانونه ستاینه کوي. خو کله چې هغوی خپل ځانونه د یو بل سره اندازه او پرتله کوي، نو معلومیږي چې هغوی هېڅ نه پوهیږي.
Pashto Bible 1996 (Nangahari) - (د پښتو مقدس کتاب)
ځکه چه مُونږ دا جُرات نۀ لرُو چه خپل ځانُونه په هغه څو کسانو کښے شمار کړُو يا دَ هغو سره مُقابله وکړُو څوک چه خپله نيکنامى زياتوى، خو هغوئ چه په خپله په خپلو کښے دَ ځانُونو اندازه ولګوى اَؤ په خپله په خپلو کښے مُقابله وکړى نو په هيڅ نۀ پوهيږى.