2 Corinthians 10:16 — Compare Translations
3 translations compared side by side
Pashto 2019 (Pakistani Yousafzai Pashto)
نو چې مونږ زيرے ستاسو نه نور هم اخوا علاقې ته ورسوو، هغه ځائ ته چرته چې چا خِدمت نۀ دے کړے. نو بيا به مونږ ته د بل په خِدمت د فخر کولو ضرورت نۀ وى.
Pashto 2023 (Afghan Pashto Bible)
ترڅو مونږ وکولای شو چې ستاسو نه هغه خوا سیمو ته زېری ورسوو او په هغه خدمت او کار باندې ویاړ ونه کړو چې پخوا د بل چا په ساحه کې شوی دی.
Pashto Bible 1996 (Nangahari) - (د پښتو مقدس کتاب)
دَ دے دَ پاره چه ستاسو دَ حدُونو نه لرے زيرے ورسُوو، نۀ چه دَ نورو خلقو په علاقه کښے په جوړو شوو څيزُونو فخر وکړُو.