2 Corinthians 10:2 — Compare Translations
3 translations compared side by side
Pashto 2019 (Pakistani Yousafzai Pashto)
بلکې زۀ تاسو ته دا خواست کوم چې زما د حاضرېدو په وخت ما په سخته رويه مۀ مجبوروئ، لکه د چا چې زما په حقله دا خيال دے چې زمونږ خِدمت د دُنياوى طريقې په مطابق دے.
Pashto 2023 (Afghan Pashto Bible)
خو زه ستاسو څخه غوښتنه کوم چې کله تاسو سره یم، نو ما مه مجبوروئ چې سخت چلند وکړم لکه څنګه چې ځینې خلک ګومان کوي چې مونږ د انساني معیارونو له مخې عمل کوو.
Pashto Bible 1996 (Nangahari) - (د پښتو مقدس کتاب)
بلکه مِنت کوم چه ما ته په خپله دَ حاضريدو اَؤ په هغه شان زړۀ ورکيدو حاجت پيښ نۀ شى لکه څنګه چه زَۀ په ځنو خلقو دَ زړۀ ورکيدو اِراده لرم څوک چه مُونږ داسے شمارى چه مُونږ دَ دُنيا په مطابق ژوندُون تيروُو.