2 Corinthians 11:23 — Compare Translations
3 translations compared side by side
Pashto 2019 (Pakistani Yousafzai Pashto)
ولې هغوئ د مسيح خادِمان دى؟ زما وينا لکه د ليونى په شان ده، خو زۀ د هغوئ نه زيات بهتر يم، په محنت کښې زيات، په قېد کښې زيات، په کوړو خوړلو کښې د حد نه زيات، او څو څو ځله د مرګ سره مخامخ شوے يم.
Pashto 2023 (Afghan Pashto Bible)
ایا هغوی د مسیح خدمتګاران دي؟ نو زه د هغوی نه هم ډېر ښه خدمتګار یم. زه لکه د یو لېوني په شان خبرې کوم، خو ما د هغوی نه زیات زحمت ویستلی دی او د هغوی نه زیات زنداني شوی یم. ډېر زیات وهل شوی یم او څو څو ځلې د مرګ سره مخامخ شوی یم.
Pashto Bible 1996 (Nangahari) - (د پښتو مقدس کتاب)
آيا هغوئ دَ مسيح خادمان دى؟ زما دا وينا دَ ليونتوب په شان ښکارى، خو زَۀ دَ هغوئ نه زيات يم، په محنت کښے زيات، په قيد کښے زيات، په کروړو خوړلو کښے دَ حد نه زيات. څو څو واره دَ مرګ په خطرو کښے پاتے شوے يم،