2 Corinthians 11:4 — Compare Translations
3 translations compared side by side
Pashto 2019 (Pakistani Yousafzai Pashto)
ځکه کۀ تاسو ته څوک هم راشى او هغه د بل عيسىٰ پېغام درکوى، او کۀ څۀ هم چې د هغۀ پېغام او زمونږ کښې فرق هم وى، يا تاسو ته د روحُ القُدس په ځائ څۀ بل روح درکړے شى، يا چې تاسو کوم زيرے قبول کړے دے د هغې نه علاوه بل زيرے درکړى، نو بيا خو هغه تاسو ډېر په خوشحالۍ اورئ.
Pashto 2023 (Afghan Pashto Bible)
ځکه که چېرې څوک راشي او تاسو پرته له هغه عیسی چې مونږ درته پېژندلی دی، کوم بل عیسی ته وروپېژني یا تاسو یو روح چې د روح القدس نه فرق لري، تر لاسه کړئ. یا د هغه زیري نه پرته چې تاسو اورېدلی دی، بل زېری درکړي، نو تاسو یې په اسانۍ سره قبلوئ.
Pashto Bible 1996 (Nangahari) - (د پښتو مقدس کتاب)
ځکه چه که څوک راشى اَؤ هغه دَ بل عيسىٰ پيغام ورکړى دَ چا چه مُونږ پيغام نۀ دے ورکړے، يا تاسو ته دَ رُوحُ القُدس په ځائے څۀ بل رُوح ملاويږى، يا بل زيرے درکړے شو، کُوم چه تاسو له مُونږ نه نۀ وو مُوندلے، نو بيا تاسو ډير په خوشحالئ دَ هغۀ آؤرئ.