2 Corinthians 11:9 — Compare Translations
3 translations compared side by side
Pashto 2019 (Pakistani Yousafzai Pashto)
او کله چې زۀ تاسو سره وم او حاجتمند وم نو ما په چا بوج وانۀ چولو ځکه چې د مِکدونيه نه وروڼه راغلى وُو او زما حاجت يې پوره کړو او ما په هره خبره کښې په تاسو د بوج اچولو نه ځان ساتلے دے او ساتم به يې هم.
Pashto 2023 (Afghan Pashto Bible)
کله چې زه ستاسو سره وم او کوم څه ته مې اړتیا درلودله، نو په تاسو کې مې په یو کس باندې مالي بار وانه چاوه، بلکې کله چې د مقدونیې څخه ځینې ورونه راغلل، نو زما اړتیاوې یې پوره کړلې. زه هېڅکله هم ستاسو په اوږو بار شوی نه یم او په راتلونکې کې به هم نه شم.
Pashto Bible 1996 (Nangahari) - (د پښتو مقدس کتاب)
اَؤ کله چه زَۀ ستاسو سره وم اَؤ حاجتمن شوے وم نو ما بيا هم په چا پيټے وانۀ چولو ځکه چه دَ مِکدونيه نه ورُوڼه راغلى وُو اَؤ زما حاجت ئے پُوره کړے وو اَؤ ما په هره خبره کښے په تاسو دَ پيټى اچولو نه ځان ساتلے دے اَؤ ساتم به ئے.