2 Corinthians 13:11 — Compare Translations

3 translations compared side by side

Pashto 2019 (Pakistani Yousafzai Pashto)
اے وروڼو او خوېندو زما آخرى خبره دا ده چې، خوشحاله اوسئ، په هر څۀ کښې بالغان شئ، يو بل ته ډاډګيرنه ورکوئ، په امن سره اوسېږئ، نو بيا به د مينې او د سلامتۍ خُدائ پاک تاسو سره وى.
Pashto 2023 (Afghan Pashto Bible)
په پای کې، ای خویندو او ورونو! خوشحاله اوسئ. هڅه وکړئ چې په ایمان کې پاخه اوسئ، یو بل ته تسلي ورکوئ، یو د بل سره په همغږۍ کې اوسئ، په سوله او سلامتۍ کې ژوند وکړئ، نو بیا به د مینې او سلامتۍ خدای درسره مل وي.
Pashto Bible 1996 (Nangahari) - (د پښتو مقدس کتاب)
نو اَئے ورُوڼو! خُدائے مو مل شه، کامل شئ، خاطر جمع لرئ، په يو اتفاق اوسئ، صُلح ساتئ، نو دَ مينے اَؤ دَ سلامتئ خُدائے به تاسو سره وى.