2 Corinthians 13:2 — Compare Translations
3 translations compared side by side
Pashto 2019 (Pakistani Yousafzai Pashto)
ما هغوئ او هغه نور ټول خبردار کړل چا چې مخکښې ګناه کړې وه، او زۀ هغوئ اوس هم هغه شان په غېر موجودګۍ کښې خبرداروم څنګه چې ما په دوېم ځل کړى وُو، چې زۀ بيا راشم نو ضرور به سزا ورکړم.
Pashto 2023 (Afghan Pashto Bible)
کله چې ما د دوهم ځل دپاره تاسو سره وکتل، ما هغو کسانو ته چې پخوا یې ګناه کړې وه او نورو ټولو ته خبرداری ورکړ او اوس چې ستاسو نه لېرې یم یوځل بیا خبرداری درکوم. کله چې بل ځل راشم، نو هېڅوک به د سزا نه خلاص نه شي.
Pashto Bible 1996 (Nangahari) - (د پښتو مقدس کتاب)
لکه څنګه چه زَۀ په دويم ځل حاضر وم نو دَ وړاندے نه مے وئيلى وُو، هغه شان اوس په غير حاضرئ کښے هم هغه خلقو ته چا چه اول ګُناهُونه کړى دى اَؤ نورو ټولو خلقو ته دَ اول نه وايم چه که چرے بيا درځم نو مُعاف به ئے نۀ کړم.