2 Corinthians 13:4 — Compare Translations
3 translations compared side by side
Pashto 2019 (Pakistani Yousafzai Pashto)
ځکه چې هغه په کمزورتيا کښې په سولۍ کړے شو خو د خُدائ پاک د قدرت په سبب ژوندے دے. او مونږ هم په هغۀ کښې کمزورى يُو خو د هغۀ سره به د خُدائ پاک د هغه قدرت په سبب ژوندى يُو چې ستاسو اصلاح وکړو.
Pashto 2023 (Afghan Pashto Bible)
که څه هم کله چې هغه په صلیب باندې د ځوړندېدلو په وخت کې کمزوری ؤ، خو اوس د خدای په قدرت سره ژوند کوي. مونږ هم کمزوري یو لکه څنګه چې مسیح ؤ، خو مونږ به هم د خدای په قدرت سره ژوند کوو، ترڅو ستاسو خدمت وکړو.
Pashto Bible 1996 (Nangahari) - (د پښتو مقدس کتاب)
هو، هغه دَ کمزرتيا په وجه په سولئ کړے شو خو دَ خُدائے دَ قُدرت په سبب ژوندے دے اَؤ مُونږ هم په هغۀ کښے کمزورى خو يُو خو دَ هغۀ سره به دَ خُدائے دَ هغه قُدرت په سبب ژوندى يُو چه ستاسو خدمت وکړُو.