2 Corinthians 2:3 — Compare Translations

3 translations compared side by side

Pashto 2019 (Pakistani Yousafzai Pashto)
او ما چې څۀ وکړل هغه مې وليکل نو چې کله زۀ درشم چې زۀ د هغوئ نه غمژن نۀ شم چا ته چې په کار دى چې ما خوشحاله کړى، ځکه چې زما په تاسو ټولو باور دے چې زما خوشحالى به ستاسو د ټولو خوشحالى وى.
Pashto 2023 (Afghan Pashto Bible)
ما هغه لیک تاسو ته ولیکه، ترڅو زما د راتګ په وخت هغه خلک چې باید ما خوشحاله کړي، زما د خفګان سبب نه شي. زه باور لرم چې زما خوشحالي به ستاسو د ټولو خوشحالي وي.
Pashto Bible 1996 (Nangahari) - (د پښتو مقدس کتاب)
اَؤ ما تاسو ته هغه خبره ليکلے وه دَ دے دَ پاره چه هسے نه چه زما په راتلو چه ما ته په چا خوشحاليدل په کار دى زَۀ دِ دَ هغوئ په وجه غمژن يم، ځکه چه زما په تاسو ټولو دَ دے خبرے باور دے چه کُومه چه زما خوشحالى ده هغه ستاسو دَ ټولو ده.