2 Corinthians 2:4 — Compare Translations

3 translations compared side by side

Pashto 2019 (Pakistani Yousafzai Pashto)
ما د ډېر مصيبت او د خفګان په حالت کښې په ډېرو اوښکو سره دا ځکه تاسو ته وليکل د دې دپاره نه چې تاسو دې غمژن شئ بلکې د دې دپاره چې تاسو ته د هغه بې‌حده مينې پته ولګى، کومه چې زما تاسو سره ده.
Pashto 2023 (Afghan Pashto Bible)
دا لیک ما په ډېر غمجن او دردمن زړه او په ډېرو اوښکو سره تاسو ته ولیکه. ما نه غوښتل چې تاسو غمجن شئ، بلکې ما غوښتل چې تاسو په دې پوه شئ چې زه تاسو سره څومره زیاته مینه لرم.
Pashto Bible 1996 (Nangahari) - (د پښتو مقدس کتاب)
ځکه چه ما دَ ډير مُصيبت اَؤ دَ خفګان په حالت کښے په ډيرو اوښکو سره تاسو ته ليکلى وُو خو دَ دے دَ پاره نه چه تاسو دِ غمژن شئ بلکه دَ دے دَ پاره چه تاسو هغه لوئے مُحبت معلُوم کړئ، کُوم چه زما تاسو سره دے.