2 Corinthians 4:7 — Compare Translations
3 translations compared side by side
Pashto 2019 (Pakistani Yousafzai Pashto)
په مونږ کښې چې د خاورين لوښو په مثال نازک يُو، يوه داسې لويه خزانه پرته ده. چې د دې خبرې اظهار ترې وشى چې دا لوئ قدرت د خُدائ پاک د خوا نه دے، نه چې زمونږ د خوا نه.
Pashto 2023 (Afghan Pashto Bible)
خو مونږ خپل د خټو په منګیو کې یوه داسې خزانه لرو چې دا وښایي چې دا ډېر لوی قدرت زمونږ نه، بلکې د خدای دی.
Pashto Bible 1996 (Nangahari) - (د پښتو مقدس کتاب)
دَ زيرى دا کلام چه مُونږ سره دے دَ يوے خزانے په شان دے چه دَ خاوُرو په لوښو کښے وى. خو داسے کيدل ضرورى دى چه دا ښکاره شى چه دَ حده هورته قُدرت دَ خُدائے له طرف نه دے، نه چه زمُونږ له طرف نه.